وعن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه، قال: أتى رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: أي الناس أفضل? قال: {مؤمن يجاهد بنفسه وبماله في سبيل الله تعالى}، قال: ثم من ? قال: {ثم مؤمن في شعب من الشعاب يعبد الله، ويدع الناس من شره}. کتاب الجهاد ص\۳لابن البطه رح
ژباړهÂ : ابوسعیدالخدري رضی الله تعالی عنه وایې :چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوتن راغی اوورته ویې ویل : کوم خلګ له نورو څخه غوره دي ؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :هغه خلګ چې په ځان اومال سره دالله تعالی په لاره کې جهاد کوي، هغه تن بیاوپوښتل : بیاکوم خلګ له نوروغوره دي؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : بیاهغه مومن له نورو غوره دي چې په غرونوکې چیرته اوسیږي ، دالله تعالی عبادة کوي ، اوخلګ یې له شره خوندي وي.
تشریح:په دغه حدیث کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم په مومنانوکې ددوو ډلو فضیلت له نورو ټولو څخه په ډاګه کړی ،
لمړۍ ډله یې هغه مجاهدین دي چې دالله تعالی درضاء لپاره دالله تعالی ددښمنانو سره جنګیږي اوجهاد کوي، اودخپل ژوندحسیني شیبي یې دجهادپه کړاوونو لوږو اوتندوکې تیریږي ، اودا ډله ځکه ترټولو غوره ده چې دلته په زمکه دالله تعالی ددين خوره وي .
اودتلپاتي ژوندپه نړئ کې دالله تعالی تراستاذو راوروسته بیا ترټولوسترمقام دهمدي خلګو دی . لهذا ددغه خلګو دواړي نړئ له نیکمرغیو اوسعادتونو څخه فیمانه دي .
اودوهمه ډله یې هغه خلګ دي چې دکفارو له لاسپوځیو،اوله مؤمنانو سره ددرغلیو اونورو فتنو څخه لیري چېرته په ګوښه کې دخپل رب عبادة کوي ، اوخلګ یې له شره څخه خوندي وي .
دلته داخبره اړینه ده چې د دوهمي ډلي فضیلت هغه مهال ده چې چیرته په مسلمانانو باندي جهاد فرض عین شوی نه وي، اوکه په مسلمانانو جهادفرض عین ګرزیدلی وي نوبیاددغه خلګو دا عمل نه یواځې فضیلت نه لري بلکه دجهاد دترک له امله په کبیره ګناه کې هم اخته کیږي ، اوله کبیره ګناه سره عبادة هیڅ اعتبارنشته .
لنډه دا چې جهادفرض عین شې هلته بیادجهاد نه پرته هيڅ عمل غوره نه دی ، تردي چې ترایمان رالاندي ترټولو سترمقام دجهاد دی لکه ددي مفهوم چې صریح حدیثونه موجود دي.
افغانستان